@KandaharUniversity

د کندهار پوهنتون په اړه زموږ د زده کوونکي فردیس (روهیال) ځانګړی جوړ سوی مستند؛ د علم او پوهي د ودي په موخه، زموږ زده کوونکي نه یوازي په نظري زده کړو بوخت دي، بلکي هڅه کېږي چي د عملي فعالیتونو له لاري هم خپل مهارتونه پیاوړي کړي. په همدې لړ کي، زموږ د زده کوونکي فردیس (روهیال) له لوري د کندهار پوهنتون په اړه یو ځانګړی او ارزښتناک مستند چمتو سوی دی. په دې مستند کي د کندهار پوهنتون د فعاله پوهنځیو، پیل سوو او راتلونکو ماسټرۍ پروګرامونو، د پوهنتون د بیارغوني بهیر او همدارنګه د موجوده امکاناتو او اسانتیاوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سوي دي. موږ په دې وروستیو کي هڅه کړې چي د کندهار له تاریخي او اکاډمیکو ځایونو څخه لیدنه وکړو، او خپل زده کوونکي مو دې ته هڅولي چي د معلوماتو په راټولولو سره یې د مستند په بڼه وړاندي کړي. دا کار نه یوازي د زده کوونکو د څېړنیزو او تخلیقي وړتیاوو د ودي سبب سوی، بلکي د هېواد دننه او بهر اوسېدونکو ته یې هم د یادو ځایونو په اړه بشپړ او ګټور معلومات برابر کړي دي.