پر پکتیکا د پاکستان بمبارۍ - د کابل اوسنيو واکمنو او اسلام اباد نازکه دوستي پر کوم لور؟ بي بي سي
طالبان وايي پاکستان پر سې شنبې/نهې د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ بمبار کړی دی. طالب سرچينو ويلي، دې ګوزارونو کې ۴۶ کسان وژل شوي، چې ډېر یې دوی وايي ښځې او ماشومان وو. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت يا پوځ لا په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د پاکستان يوه جګپوړي امنيتي چارواکي ويلي، دغو ګوزارونو کې د ترهګرو پټنځايونه په نښه شوي، چې وايي د جنګي جېټ الوتکو او ډرونونو په کارولو د پاکستان طالبانو لږترلږه ۲۰ اورپکي وژل شوي دي.. افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت يوې اعلاميې د دغو بمباريو غندنه کړې، وحشيانه عمل او يو ستوغ تېری یې بللی دی. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto
