د پاکستان له مرګونو ګوزارونو وروسته، ملګرو ملتونو ويلي جګړه دې سملاسي ختمه شي - بي بي سي نړۍ دا وخت
ملګرو ملتونو وروسته له هغه د غليمانه کړو وړو سملاسي پای غوښتنه کړې، چې وړمه شپه افغانستان کې د پاکستان هوايي ګوزارونو ملکي وګړي ووژل. د طالبانو حکومت رسمي احتجاج کړی، پر پاکستان يې تور لګولی، چې د افغانستان پر خپلواکۍ يې تېری کړی، کونړ، پکتيا او پکتيکا کې يې ملکي وګړي په نښه کړي دي. طالبانو د اسلام اباد دا ادعاوې هم رد کړې، چې دوی دې د کرښې بلې غاړې اورپکو ته پټنځايونه ورکړي وي. د هند بهرنيو چارو وزارت د پاکستان دغو بريدونو غندنه کړې، روښانه تېری يې بللی، او يوه اعلاميه کې یې ويلي دا د افغانستان پر خپلواکۍ بريد دی، او د سيمې امنيت او کرارۍ ته یې خطر بللی دی. د ملګرو ملتونو ويان سټيفان ډوجارېک، وايي سرمنشي انتونيو ګوتېرېش د جګړې سملاسي پای غوښټنه کړې، او دا چې د ملکيانو ساتنې ته دې پام وشي. د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق یونېسف ويلي، دغو بريدونو کې د ماشومانو مرګژوبلې په اړه په ژوره بوږنېدلي، او پر ټولو اړخونو یې غږ کړی چې د ملکيانو ساتنې سره په تړاو دې پر خپلو مسئوليتونو ودرېږي. اروپايۍټولنې بیا د ملکيانو بشپړې ساتنې غږ کړی، او دا چې ترينګلتيا دې سملاسي کمه شي. د اروپايۍ ټولنې وياند ويلي، بشري قانون ته دې تل پام وشي. پکتیا کې بيا د پاکستان بريدونو کې د وژل شوو ډله ييزې جنازې شوې دي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:07 د سر خبر 0:27 پر افغانستان د پاکستان هوايي ګوزارونو پر وړاندې غبرګونونه 3:01 پکتيا کې د پاکستاني بريد قربانيانو ډله ييزې جنازې 5:00 پکتيا کې د زيانمنې شوې سيمې خلکو خبرې 5:54 د دواړو هېوادونو ترمنځ حالت څنګه سمېدی شي؟ 7:38 پر روسيې د اوکرايين بريد 8:00 وېنزوېلا کې د زلزلې زيانمنو شوو حال 10:44 د امريکا سترې محکمې پرېکړه 11:22 اروپا کې د ناټو يوه قوماندان خبرې 11:50 د ټېلېسکوي ژغورلو لپاره د ناسا ماموريت 12:18 د فوټبال نړيوال جام خبر 12:53 د فوټبال سياليو کتل يې پر مينه والو څه اغېز لرلی شي؟ 16:18 اقتصاد، اوونيزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto

Sozha: Road Paving and Metro Construction in Kabul / سوژه: قیر ریزی سرکها و ساخت مترو در کابل

afghan ussr war 1988| د افغان مجاهدينو ژوند، ۱۹۸۸ | By Mundigak

Beyond Frontiers | 30 June 2026 | Khyber News

گفتوگو با ملا جمعه خان فاتح

د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه

RTA Pashto News | د ماښام اوو بجو خبرونه

Shamshad News 7 PM News - 30/06/2026 - د شمشاد نیوز د اوو بجو خبري ټولګه

خبرخوش؛ 95 درصد کار زیرگذر تکمیل شده است| گزارش ویژه از چهاراهی برکی

سپړنه: د بدخشان بحران؛ د واک، کانونو او اطاعت درې اړخیزه شخړه

Inside Afghanistan's Multi-Million Dollar Grand Guesthouse!

جنگ افغانستان و شوروی : جنگی که به فروپاشی شوروی انجامید

افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي د پاکستان بريدونو کې لسګونه ملکيان وژل شوي - بي بي سي نړۍ دا وخت

تودې خبرې - د لارو خلاصون لپاره لویې جرګې ته د پاکستان لېوالتیا

Will Pak Afghan relations normalize in the coming days? | Ground Zero

اقتصاد: نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيو ټيټېدو سره ولې افغانستان کې نه رالوېږي؟

Amu TV 8pm News 30 Jun 2026 / د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۹ - د ۸ بجو خبرونه

د اسلامي امارت د ملي دفاع له وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد سره ځانګړې مرکه

دریځ: پر داعش د طالبانو هوایي برید، اسلام اباد ته کوم پیغام ورکړ؟

Top 5 Song Ustad Sarban عاشقانه های استاد ساربان

