زموږ د کلي هغه دنګه جینۍ| د پیر محمد کاروان کلام د استاد شاهولي افغان په غږ
زموږ د کلي هغه دنګه جينۍ هغه په سپين کې غنمرنګه جينۍ اوس يې ها سور سالو لمبه نه وهي اوس په پستو ګوتو چمبه نه وهي هغه چې سندرې يې په لاس رانيوې د بام کوترې يې په لاس رانيوې اوس يې د ټول کلي بامونه وران دي سپين د کوترو يې سلامونه وران دي خړو اوبو يې سور پېزوان وړی دی زېړ مازيګر يې ترابان وړی دی چا يې په غشو کشمالي وژلي چا ترې يادونه د لالي وژلي سپېرو سیليو ترېنه شال وړی دی د چړو څوکو يې شين خال وړی دی نه يې ځونډي، نه يې بنګړي پاتې دي بس تش کودي يې د ګړي پاتې دي تش له بنګړو يې مړوندونه پاتې ډک يې د ورور کمربندونه پاتې غم، د وطن د غره د لمنځې په څېر زړه کې يې وغځېد د ګونځې په څېر په هدېرو ګرځي ملنګه جينۍ هغه د ژوند په شانې دنګه جينۍ لکه غوټۍ د غاټول ټولې پټې په سره کفن کې ترې همځولـې پټې ټولو غمونو ته يې دا پرېښې د عرش پر لاره يې دعا پرېښې زړه يې په ټولو پسې ټول داغ داغ د ژوند د دښتې دا غاټول داغ داغ لکه رنځوره زېړه پاڼه جينۍ هغه غنمرنګه، هغه سکاڼه جينۍ اوس په اختر د جونو پنډې نشته اوس د ګودر د جونو پنډې نه شته هغه ملاله او خماره جينۍ هغه چمبه ماره، ټپه ماره جينۍ ټولې ټپې يې اوس ټپي ټپي دي غرونه، تپې يې اوس ټپي ټپي دي ستونی يې بس د یاقربان هدېره زړۀ يې د هر يوهٔ ارمان هدېره په نيمو شپو لېونۍ چيغه وکړي لکه ويشتلې هوسۍ چيغه وکړي ويښه دنيا وي، ځان په خوب واچوي پرده د دې پر لېونتوب واچوي هغه د اوبو غــوندې بې رنګه جينۍ هغه په مينه کې ملنګه جينۍ ستوري تسبې کړي، پرې مولا يادوي نوم د وطن مې په بيا بيا يادوي سترګې په لوري د مولا واړوي هسې نه بل مخې دنيا واړوي. #پیر_محمد_کاروان #شاه_ولي_افغان #پښتو_شعر #پښتو_کلام #وطن #غزل #PirMohammadKarwan #ShahWaliAfghan #PashtoPoetry

سر د قام په غم کې چې چا وبایلو، سردار دی| د حمزه بابا غزل د استاد شاهولي افغان په غږ

ساقی نن دی په پیاله کی جوهر نشته- #ناشناس #افغانستان #پشتو #سندری #جهانی #nashenas #afghanistan

Abdul Rahman baba Sawal Aw Jawab 🌹 Ashaar Aur Qissa Abdul Rahman baba 🌹Pashto Adab Aur Hikmat 🌹2026

zama sheern lali ya wai zama |د پښتو سوسائیټي (Alumni) غونډه | @ijazufaq @IjazUfaq_2.0 #mmtk #ecp

Loas Navnas Aem Madanwaras | Aeswaen Kalwalan Mas Madur | Gulzar Ahmad Hajam Bandipora

کلتوري بزم؛ ټورنټو کې ځانګړی علمي، تاریخي او فرهنګي ماښام

Mola Khata Shawe De | Mufti Munir Shakir Bayan

آهنگ فوق العاده زیبا از استاد امانی: امشب از باده خرابم/ Ustad Amani

Somra nama chi raochategi sta la bama saraa.🫡JAn parveez faovrite ghazal.🫡🫡

له استاد شاه ولي سره د بي بي سي بنډار

USTAD AWALMIR | استاد اولمير | ستا د سترگو بلا واخلم، بيا دې سترگې ولې سرې دي

Rahman Baba Kalam | Stayena AVT Khyber | Pashto

Ustad Mangal - Ware lailo New pashto song 2026 نوی پشتو سندره «واره لیلو» د استاد منګل په غږ

Abdul Rauf Kandahari London 2003 part 5

Mufti Munir Shakir’s Question to All Clerics

Top 5 Song Ustad Sarban عاشقانه های استاد ساربان

Abdul Sataar Bambaar Da Khanda Na Daka Shairy | jarga جرګه tv | Pashto Poetry 2021

cha ye lamsawale cha nezdi na razi ta || Shahzad Malang || New song 2023

د زندان ملګری؛ د شهید ګیلهمن وزیر شعر د شمالي افغان په غږ

