Badar Munir - De Pokhto Filmono Zalanda Lobgharey

http://pashtoonkhwa.com/ د پښتو فلمونو مشهور او وتلى اداکار بدر منير د خالي په ورځ (د اکتوبر په يوولسمه) سهار وختي د لاهور په اتفاق روغتون کې د اته شپېتو کالو په عمر کې مړ شو. هغه د تېرو څلورو کالو راهيسې ناروغه و او وخت په وخت به روغتون ته وړل کېده. په وروستي ځل دوه ورځې وړاندې په روغتون کې بستر شوى و. ښاغلى بدر منير چې د پښتونخوا د سوات د سيمې اوسېدونکى و د ځوانۍ په ورځو کې يې د کراچۍ په ښار کې رکشه چلوله خو له هغه ځايه لاهور ته لاړو او د هغې زمانې د اردو د فلمونو د ياد اداکار او چاکلېټي هيرو وحيد مراد په دفتر کې يې کار پېل کړ. له همدغه ځايه هغه د پښتو په لومړني فلم ((يوسف خان شېربانو)) کې واخيستل شو او بيا يې قريباً پنځه دېرش کاله د پښتو په فلمي نړۍ بادشاهي وکړه. بدرمنير د لومړي ځل لپاره په نولس سوه اويا کال کې په ((يوسف خان شېربانو) فلم کې راښکاره شو او د مرګ تر وخته پورې يې په شاوخوا شپږ سوه او پنځوسو پښتو، اردو او پنجابي فلمونو کې کار وکړو. هغه د پښتو او اردو ژبې په ځينو دومره ښو فلمونو کې کار کړى دى چې تر لسيزو لسيزو پورې د خلکو په ذهنونو کې پراته وو. بدر منير د پښتو فلمونو تر ټولو مشر او ښه اداکار ګڼل کېده. تر يوې زمانې پورې د پښتو فلمونو برياليتوب يواځې د هغه په نوم پورې تړلى و. په کوم فلم کې چې به بدرمنير نه و هغه په سېنماګانو نه کاميابېده. د لاهور په فلمي سټوډيوګانو کې د پښتونخوا د زمري په نوم پېژندل کېده. خو وروسته د فلمونو کتونکي په دې وجه د هغه د نوم نه بېزاره شول چې هغه تر اخري وخته پورې د هيرو (اتل) په توګه په فلمونو کې راښکاره کېده او دا رول د هغه لپاره مناسب نه ګڼل کېده. په وروستيو وختونو کې د هغه ښه فلمونه هغه وو چې بدرمنير پکې د فلم د اتل د پلار يا تره په توګه راڅرګند شوى و ځکه د هغه د عمر سره دا رول د هغه لپاره ښه جوړېده. د بدر منير ځوى هم يو ځل په پښتو فلمونو کې راڅرګند شو خو هغه په فلمونو کې د خپل پلار په څېر استعداد نه درلود له دې امله يې فلمونه هم ډېر زر ناکام شول او د هغه نوم د سېنما د سکرين نه پاک شو. د بدر منير د څو مشهورو فلمونو څخه دا د يادولو وړ دي: يوسف خان شېربانو، ادم خان درخانۍ، علاقه غېر، وربل، ټوپک زما قانون، ديدن، دلهن ايک رات کي (اردو)، د انتقام لمبې، چيخ (اردو)، تربور، بدنام، ګڼ کپ، نيمګړى ارمان او پړانګ. د بدر منير په مرګ سره د پښتو فلمي نړۍ د يو ښه اداکار او غټ نوم نه بې برخې شوه. د هغه جنازه به هم د خالي په ورځ ماسختن په لاهور کې ادا کېږي.

badar munir stage programme
▶︎

badar munir stage programme

Badar munir story interview ||pashto film actor badar muneer
▶︎

Badar munir story interview ||pashto film actor badar muneer

Khyal Muhammad Latest Song
▶︎

Khyal Muhammad Latest Song

Mahjerat Sher Agha wa Shirin Gul قسمت ٢ - Part 7
▶︎

Mahjerat Sher Agha wa Shirin Gul قسمت ٢ - Part 7

30 Pashto actors then and now. پشتو 30 ایکٹرز پہلے اور اب. #pashto
▶︎

30 Pashto actors then and now. پشتو 30 ایکٹرز پہلے اور اب. #pashto

Legendary asif khan visit legendary badar Munir (late ) home new video 2025
▶︎

Legendary asif khan visit legendary badar Munir (late ) home new video 2025

Ismail Shahid, Said Rehman Sheeno, & Umar Gul Behind The Scenes Making And Retakes of Pashto Drama's
▶︎

Ismail Shahid, Said Rehman Sheeno, & Umar Gul Behind The Scenes Making And Retakes of Pashto Drama's

Jahangir Khan Propose To Najiba Faiz On Live Show | HUM Pashto 1
▶︎

Jahangir Khan Propose To Najiba Faiz On Live Show | HUM Pashto 1

Pashto Film Stars
▶︎

Pashto Film Stars

Khandani Badmash | Pashto film | Pashto HD film | Naimat Sarhadi pashto | badar munir pashto film
▶︎

Khandani Badmash | Pashto film | Pashto HD film | Naimat Sarhadi pashto | badar munir pashto film

ساقی نن دی په پیاله کی جوهر نشته- #ناشناس #افغانستان #پشتو #سندری #جهانی #nashenas #afghanistan
▶︎

ساقی نن دی په پیاله کی جوهر نشته- #ناشناس #افغانستان #پشتو #سندری #جهانی #nashenas #afghanistan

Badar munir(Legendary film Star) Ao Da pukhto jabe Azeem Shaer Ali Haider Joshi yadgar program.
▶︎

Badar munir(Legendary film Star) Ao Da pukhto jabe Azeem Shaer Ali Haider Joshi yadgar program.

Merawas Awo Babujee Comedy Show Season 2 || Merawas Awo Babujee is a great comedy, very funny, okay?
▶︎

Merawas Awo Babujee Comedy Show Season 2 || Merawas Awo Babujee is a great comedy, very funny, okay?

سعيدمنير ولد بدرمنير --ثفصيلي مرکه Saeed Munir interview
▶︎

سعيدمنير ولد بدرمنير --ثفصيلي مرکه Saeed Munir interview

Da Olas Faryad With Shahid Khan||(535)"یہ شخص دعویٰ کرتا ہے کہ میں نے جنات سے شادی کی…اصل حقیقت
▶︎

Da Olas Faryad With Shahid Khan||(535)"یہ شخص دعویٰ کرتا ہے کہ میں نے جنات سے شادی کی…اصل حقیقت

pashto new majlis
▶︎

pashto new majlis

Azaad | Pashto new drama 2025 || Akhtar Muneer || Asif Khan || ghazal gull
▶︎

Azaad | Pashto new drama 2025 || Akhtar Muneer || Asif Khan || ghazal gull

Film star Naimat sarhadi Interview 18-09-2021
▶︎

Film star Naimat sarhadi Interview 18-09-2021

پښتو فلمونه  اهم واقعات، Aziz tabasum
▶︎

پښتو فلمونه اهم واقعات، Aziz tabasum

AVT Khyber th Anniversary Islamabad Award Show (Part 22)
▶︎

AVT Khyber th Anniversary Islamabad Award Show (Part 22)