| د هندۍ الوتکي کړکېچ، کندهار،۱۹۹۹ع | By Mundigak

[د هندۍ الوتکي کړکېچ، کندهار،۱۹۹۹ع] ۲۱کاله پخوا د نېپال د پلازمېني کټمانډو څخه نوي ډيلي ته روانه هندۍ مسافر وړونکې الوتکه د یوولسو کارکوونکو په ګډون دوه سوه ديارلس تنه مسافر د پنځو وسله والو پاکستاني تښتونکو لخوا وتښتول سوه. الوتکه لومړی د هند د امرتسر ښار پر هوايي ډګر د تېلو بدلولو د پاره کښېنول سوه، خو چارواکو نه غوښتل تېل ورواچوي، ځکه دوی کوښښ کاوه چي پېښه دلې پر همدې هوايي ډګر ختمه کړي، د ډېرو په اند د دغه الوتکي د ژغور عمليات باید په امرتسر هوايي ډګر کي د هندي اِسنېپرانو لخوا ترسره سوي وای، چي دا کار يې ونه کړ. بېله دا چي الوتکي ته تېل واچول سي، د پاکستان د لاهور پر لوري وخوځېدله، دوی غوښتل الوتکه د لاهور پر هوايي ډګر کښېنوي، خو پاکستانیانو اجازه نه ورکوله، دوی د هوايي ډګر ټول څراغونه ګل (مړه) کړل. د ډېرو کوښښو وروسته وتوانېدل چي د لاهور پر مځکه الوتکه ودروي او هلته تېل وراچوي. پيلوټ غوښتل له الوتکي څخه ژوبل او ناروغ مريضان کښته کړي، خو پاکستانیانو نه ورسره منل. وروسته الوتکه د کابل پر خوا د دوبۍ پر المنهاج هوايي ډګر کوزيږي ، تر خوړو او اوبو څښلو او تېل اچولو، د یوې مېرمني، د یوه وژل سوي او ۳۳ ښځو او کوچنيانو د خوشي کولو وروسته تښتوونکو الوتکه والوزوله او د کندهار پر هوايي ډګر کښېنوله، چي ويل کېږي دا لار عربو استخباراتو ورته ښوولې وه. يو طالب چي مور ئې هندۍ وه، الوتکي ته ور پورته سو خو تښوونکي په هندي نه پوهېدل او پاکستانۍ اردو ئې ويل. د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزير(مولوي وکيل احمد متوکل) د امريکا ږغ سره په مرکه کي ویلي وه: « موږ هڅه کول چي د تېلو د وراچولو ورسته هندۍ الوتکه ستنه کړو خو تښتوونکو له دې ځايه تلل نه غوښتل او د خبرو د لاري يې خبرداری راکړ چي که زور ورسره وسو، ټول مسافر او ځانونه به ووژني، د الوتکي تر کښېنستلو وړاندي هندي حکومت راڅخه غوښتي وو چي د مسافرانو او پيلوټانو د ستومانۍ په خاطر باید الوتکي ته د کښېنستلو اجازه ورکوله سي، پر دې غوښتنه مو د ملګرو ملتو سره تماس ونیوو او الوتکي ته مو د تم کېدو اجازه ورکړه، تښتوونکي غوښتنه کوي چي هندي حکومت دي د (انصارالمجاهدين) ګوند پاکستاني نژاد مشر غړی مولانا مسعود اظهر په ګډون څلور زندانيان خوشي کړي، بیا الوتکه پرېږدي، په دې اړه مو د ملګرو ملتو څخه د منځګړيتوب غوښتنه کړې ده» د عبدالحی مطمئن له خولې چي پاکستاني چارواکو رسماً وغوښتل چي الوتکي ته ځای مه ورکوئ، تاسي او موږ دواړو ته ستونزه ده، خو ملاعمر دا خبره رد کړه او ويل ئې که د الوتکې تښتوونکي مسلمانان وه، مرسته ئې کوو او که هندوان وه د افغانستان په ګټه ئې ورته سپارم. تښتونکو د درې کشمېري مبارزين مولانا مسعود اظهر، مشتاق اظهر زرګر او سيد احمد عمر او شلو ميليونو ډالرو او يوه جسد غوښتنه کوله چي طالبانو دوی ته تر پيسو تېرېدل او کسانو په خوشي کولو کي ډاډ ورکړ، خو ټښتونکو د خلګو د وژلو او ځان الوزولو ويل چي هند بايد ژر دا کيسه خلاصه کړي، طالبانو په دې برخه کي له ملګرو ملتونو او سره صليب څخه د همکارۍ غوښتني کولې چي په دې لړ کي د ډسمبرپه اوويشتمه د الوتکې د تخنیکي څارونکو[ښايي استخباراتي] په ګډون له هنده پنځوس کسیز پلاوی د ملګرو ملتونو په ځانګړې الوتکه کې کندهار ته راورسېد او د هوايي ډګر په مېلمستون کي ځای پر ځای سول. له يوې اوونۍ پرله پسې خبرو وروسته د هند د بهرنيو چارو وزير #جسونت_سنګ د ملګرو ملتونو په ځانګړې الوتکه کې درې تنه اسيران [#مولانا_مسعود_اظهر، #مشتاق_عمر او #سید_عمرشیخ له ځانه سره راوړل او متوکل له اوږدو خبرو وروسته د الوتکي تښتونکي له الوتکي رابهر او د سره صليب په ځانګړي موټر کي د کندهار قول اردو ته بوتلل سول. متوکل له خپل سیال جسونت سنګ څخه د همکارۍ مننه وکړه چي په ځواب کي ئې سنګ هند ته د ورتللو رسمي بلنه هم ورکړه او متوکل هغه د الوتکي تر زينو بدرګه کړ. د مطمن د خولې چي له دې وروسته کندهار کي پاکستاني کونسلګرۍ د طالب مشرانو پرتيمنه ډودۍ وکړه چي د ډوډۍ په ميان کي کونسل د هوايي ډګر د ښه امنیت ستايني تر څنګ وويل"هندو هيڅکله د مسلمان دوست نسي کېدای. هند په تاريخ کي پر مسلمانانو بې کچي ظلمونه کړي او..." دې وخت کي طالب مشر ملا اختر محمد عثماني خبره ور پرې کړه او وې ويل: موږ پوهیږو چي تاسو هم له میدان سره په نږدې کنډوالو کي خپل ګیله ګيان سيوري ته کړي ول"[اشاره ئې د کونسلګرۍ هغو دوو موټرانو ته وه چي د دغي ماجرا په ورځو کي به ئې له هوايي ډګره د باندي په ړنګو خونو کې پټ درولي وه. او له هغه ځايه ئې د هوايي ډګر څارنه په دوربين کوله] ګيله ګيان سيوري ته کول د جنوب په اصطلاح کي ځانګړی مفهوم لري، ګیله ګی کم عمره خوسکيو ته وايي. د اظهر په خوشي کېدو د هغه کورنۍ طالبانو ته په ۲۸لکه کالداري مطبعه رانيو، هغوۍ کندهار اطلاعاتو کلتور رياست ته ورکړه چي ښايي تر اوسه د کار وړ وي. سرچينې: د افغانستان پېښليک، د تېمور شاه يوسفزي ليکنه او ملا عمر، طالبان او افغانستان

دیدار با ملا عمر در قنسولگری پاکستان در قندهار
▶︎

دیدار با ملا عمر در قنسولگری پاکستان در قندهار

د کندهار ميوند هغه ولسوالي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د سختو جګړو او نښتو شاهده وه
▶︎

د کندهار ميوند هغه ولسوالي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د سختو جګړو او نښتو شاهده وه

مستند حماسه شاهی کوت
▶︎

مستند حماسه شاهی کوت

کندهار: نیول شوي وسله وال رسنیو ته وښودل شو
▶︎

کندهار: نیول شوي وسله وال رسنیو ته وښودل شو

د ارواښاد ملا عبدالحی مطمئن یاد غونډه کې د مولوي ذبیح الله مجاهد وینا
▶︎

د ارواښاد ملا عبدالحی مطمئن یاد غونډه کې د مولوي ذبیح الله مجاهد وینا

طوفان صحرا، عملیاتی که با زیاده خواهی های صدام حسین میسرشد
▶︎

طوفان صحرا، عملیاتی که با زیاده خواهی های صدام حسین میسرشد

چارواکي: په کندهار کې د طالبانو په حمله کې ۴۵ طالبان او ۲۲ پولیس وژل شوي
▶︎

چارواکي: په کندهار کې د طالبانو په حمله کې ۴۵ طالبان او ۲۲ پولیس وژل شوي

د افغانستان اسلامي امارت پخواني ویاند لیکوال او شاعر ارواښاد ملا عبدالحی مطمئن یاد غونډه
▶︎

د افغانستان اسلامي امارت پخواني ویاند لیکوال او شاعر ارواښاد ملا عبدالحی مطمئن یاد غونډه

قندهار- عملیات در ولسوالی شاه ولیکوت و تلفات سنگین مخالفان
▶︎

قندهار- عملیات در ولسوالی شاه ولیکوت و تلفات سنگین مخالفان

ادامه‌ی درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی و طالبان
▶︎

ادامه‌ی درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی و طالبان

تودې خبرې- ذبیح الله مجاهد: د ا.ا د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډونه کوم دي؟
▶︎

تودې خبرې- ذبیح الله مجاهد: د ا.ا د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډونه کوم دي؟

جان باختن ده‌ها نیروی افغان در حمله طالبان به یک پایگاه نظامی در قندهار
▶︎

جان باختن ده‌ها نیروی افغان در حمله طالبان به یک پایگاه نظامی در قندهار

MOST CHEAP STREET FOOD IN AFGHANISTAN | KABULI PULAO | ROAS CHICKEN | BIRYANI RECIPE | STREET FOOD
▶︎

MOST CHEAP STREET FOOD IN AFGHANISTAN | KABULI PULAO | ROAS CHICKEN | BIRYANI RECIPE | STREET FOOD

Shamshad News 2 PM News 05/07/2026 - د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
▶︎

Shamshad News 2 PM News 05/07/2026 - د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه

Pashtun Political Parties and the War in Afghanistan | Historical Perspective |  By Mundigak
▶︎

Pashtun Political Parties and the War in Afghanistan | Historical Perspective | By Mundigak

د کندهار صنعتي پارک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي
▶︎

د کندهار صنعتي پارک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

Afghan Air Force زمانی که آسمان افغانستان تسخیرناپذیر بود؟
▶︎

Afghan Air Force زمانی که آسمان افغانستان تسخیرناپذیر بود؟

مستند افغانستان؛ سرزمین زخم خورده
▶︎

مستند افغانستان؛ سرزمین زخم خورده

د لیلې دښتې مستند
▶︎

د لیلې دښتې مستند

دنیای پررمزآمازون  و رازمدفون در زیر بزرگترین جنگل و رودخانه جهان
▶︎

دنیای پررمزآمازون و رازمدفون در زیر بزرگترین جنگل و رودخانه جهان